کابل ښوونې او روزنې، بامیان او فاریاب پوهنتونو د علمي کادري بستونو مسلکي(تحریري) ازموینه واخېستل شوه!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۰:۹
455
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، بامیان او فاریاب پوهنتونو د علمي کادري بستونو د مسلکي(تحریري) ازموینې اخیستلو بهیر د یکشنبې ورځ ١١/١١/١٤٤٥ هــ.ق. چې له ٣٠/٢/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست پلاوي او استادانو په حضور کې واخېستل شوه.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د ازموینې له بهیر څخه د څارنې پرمهال د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین اړوند ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، زیاته یې کړه: په پوهنتونونو کې د علمي کادرونو د ګمارنې معیار د نوماندانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کیږي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS