لوړو زده کړو وزارت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کیفیت لوړاوي درېمیې مرحلې د سندونو د ساتنې ارزونه پیل شوه! 

hamid2
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۶:۲
صثسبیشبښۍبزسی

  ٢٠/٨/١٤٤٧، یکشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي، خدمتي، څېړنیزو او اداري سیستمونو  د کیفیت یقیني کولو په موخه، د لوړو زده کړو له لوري د کیفیت لوړاوي پروسې درېیمې مرحلې سندونو حفظ(ساتلو) ارزونه پیل شوه. 

یاده پروسه د پوهنتون اکادمیکو معیارونو، تحصیلي فعالیتونو او اداري چارو د سمون او پرمختګ لپاره خورا مهمه ده، د ارزونې په مقدماتي غونډه کې یې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حمدي له لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د یادې ارزونې اړوند خوښي څرګنده کړه او  ویې ویل: په تحصیلاتي سیسټم کې د  کیفیت لوړاوي ارزونې پروسه به وکولی شي، چې د زده کړیز سیسټم ستونزې په ډاګه، ورته حل لارې پیدا کړي او په ټوله کې د یاد سیسټم د ارتقا او مؤثریت سبب به شي.

ورپسې، د علمي چارو مرستیال مولوي احسان الله ناصح د غونډې ګډونوالو ته د د پوهنتون د موقیعت، زېربناوو، مخینې، ماموریت، ارزښتونو، لاسته راوړنو، اداري تشکیل، دوکتورا، ماسټري او لیسانس برنامو، استادانو او محصلینو اړوند خلص معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه، د ارزونې پلاوي په استازولي دوکتور ضیاءالدین عظیمي خپلو خبرو کې یاد پوهنتون ته له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه، ویې ویل: د ارزونې هدف ازموینه نه؛ بلکې د پوهنتون د هراړخیز کیفیت لوړولو ګډه هڅه ده او هیله لرو چې کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د مخکې په څېر تل تحصیلي ډګر کې بریالی پوهنتون ثابت شي.

یاده ارزونه کې به اکادمیک معیارونه، اداري جوړښت او مدیریت، د زده کوونکو او استادانو ګډون، بهرني معیارونه او نوښتونه وارزول شي چې د دې ارزونې له لارې پوهنتون ته د لا ښه کیفیت لرونکو زده کړو، موثر مدیریت، او د نړیوالو معیارونو سره سمون لپاره لارښوونې وړاندې شي، چې پوهنتون خپلې اکادمیکي او اداري کچې لا لوړې کړي او زده کوونکو ته د علم او مهارتونو لوړ کیفیت یقیني کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

لوړو زده کړو وزارت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کیفیت لوړاوي درېمیې مرحلې د سندونو د ساتنې ارزونه پیل شوه! 

  ٢٠/٨/١٤٤٧، یکشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي، خدمتي، څېړنیزو او اداري سیستمونو  د کیفیت یقیني کولو په موخه، د لوړو زده کړو له لوري د کیفیت لوړاوي پروسې درېیمې مرحلې سندونو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته درې ورځنی علمي- دیني او اصلاحي سمینار په بریالی توګه پای ته ورسېد!

١٧/٨/١٤٤٧ هـ.ق، پنجشنبه
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو لپاره درې ورځنی علمي- دیني او اصلاحي سمینار وروسته له درې ورځو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته د لومړنیو صحي مرستو رسولو ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ سیمینار وړاندې شو!

 ١٥/٨/١٤٤٧ هــ ق، سه شنبه
 د سهار ستوري کلینیک له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته ( د لومړنیو صحي مرستو رسولو) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ سیمینار د کابل ښوونې او روزنې. . .

BACK TO NEWS