لوړو زده کړو وزارت اړوند تدریسي روغتونونو طبي اکمال تخصص بستونو ازموینه په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې واخیستل شوه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۵:۲۵
5454
د لوړو زده کړو وزارت اړوند تدریسي روغتونونو طبي اکمال تخصص بستونو ازموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو، استادانو او د ازموینو ملي ادارې راغلي پلاوي په حضور کې واخیستل شوه.
جمعې ورځ د ٦/١/١٤٤٦ ه.ق چې له ٢٢/۴/۱۴۰۳ ه.ش نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت اړوند تدریسي روغتونونو طبي اکمال تخصص بستونو ازموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د رئیس، معاونینو، استادانو، د ازموینو ملي اداراې راغلي پلاوي او د دوه تنو ډاکټرصاحبانو په حضور کې د ازموینې سوالونه له ټاکل شوو صندوقونو خلاص شول او په شفافه توګه د ازموینې لړۍ پیل شوه.
د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" او د ازموینې ملي ادارې پلاوي د ازموینې له بهیر څخه د نظارت ترڅنګ، ټولو استادانو ته یې د ازموینې اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې او په ازموینه کې یې د پوره شفافیت په شتون تأکید وکړ.
د یادولو وړ ده چې(٢١٢٤) تنو ډاکټرصاحبانو په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې په یادې ازموینه کې ګډون درلود.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

BACK TO NEWS