علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي
دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق، ګزارشونو او پلانونو د تائید اړوند بحثونه وشول.
د ناستې په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال مولوي احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب مخته وړلو اړوند تأکید وکړ، نوموړي وویل: د نوي سمسټر تدریسي جریان باید د تېر سمسټر په څېر په منظم ډول پرمخ ولاړ شي او د پوهنتون تدریسي چارو د ښه والي په برخه کې مؤثر ګامونه پورته شي، تر څو متخصص، مسلکي او ژمن ځوانان ټولنې ته وړاندې شي.
وروسته، د ګډونوالو لخوا د اجنډا مطابق: د څلور وارو معاونیتونو، نهه ګوني پوهنځیو او دعوت او ارشاد امریت د روان کال څلورمې ربعې ګزارشونو تأییدي، د پوهنتون ریاست، څلور وارو معاونیتونو، نهه ګوني پوهنځیو او د دعوت او ارشاد امریت د ١٤٠٥ کال د کاري او عملیاتي پلانونو تأییدي، د استادانو تقرر، ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو او متفرقه موضوعاتو اړوند مفصل بحث او خبرې وکړې، چې د علمي شورا غړو له لوري تأیید شوې.
