د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کمپیوټرساینس پوهنځي لخوا محصلینو ته د (Python) زده کړې ښوونیز پروګرام پای ته ورسېد!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۱:۱۶
444

دوشنبې ورځ د 27/9/1402 هـ.ش چې له 4/6/1445 هـ.ق نېټې سره سمون لري د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، پوهنځيو رئیسانو، د کمپیوټرساینس پوهنځي اړوند دیپارټمنټونو آمرینو، استادانو او محصلینو په ګډون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د استراتیژیکو پلانونو کمېټې لخوا محصلینو ته د (Python) زده کړې ښوونیز پروګرام پای ته ورسېد

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان "رشیدي" په خپلو خبرو کې محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ، د کمپیوټر ساینس له پوهنځي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې، یادې برنامې د محصلینو لپاره ډېرې ګټورې دي او محصلین باید له وخت څخه په ګټه اخیستنې سره له یادو ښوونیزو پروګرامونو څخه پوره ګټه واخلي.

وروسته، د کمپیوتر ساینس پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال قربانعلي"فروغ" محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ،د یادې برنامې اړوند معلومات ورکرل زیاته یې کړه: د دې برنامې اصلي موخه، د کمپیوټر پروګرام لیکلو پایتون(Python) برنامه کې د کمپیوټر ساینس د محصلینو مهارتونو ته وده ورکول او پیاوړي کول وو، نوموړي زیاته کړه چې راتلونکي کې به یادې برنامې به نورې هم مخته یوسي.

غونډه د تصدیق پاڼو په ورکړې او دعایې ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS