د پوهنتون مشرتابه د سولې په چارو کې د دولت وزارت له پلاوي سره وکتل

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۵:۳
ghghgh

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۱۱مه نېټه د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي او د پوهنتون د سولې مرکز مسؤلینو د سولې په چارو کې د دولت وزارت له محترم پلاوي سره د دواړو ادارو تر منځ د سولې په برخه کې د علمي او څېړنیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې. په دې ناسته کې د پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما د سولې مرکز د جوړېدو پر موخو او فعالیتونو خبرې وکړې او ویې ویل، د ښوونې او روزنې پوهنتون ماموریت ته په کتو سره چې د هېواد علمي او تحصیلي برخې ته کادرونه روزي، اړینه ده چې له دغه علمي بنسټ څخه هر کس د سولې او یو بل منلو په فکر سمبال ټولنې ته وړاندې شي. همدا راز د پوهنتون د سولې مرکز فعالیتونه یې یاد کړل او ویې ویل چې دغه مرکز د شخړو د حل او سولې په برخو کې د یو سل او شل علمي څېړنو وړتیا لري چې تر دې مهاله د پوهنتون استادانو د شخړو د حل او سولې په برخه کې شاوخوا څوارلس څېړنې بشپړې کړې دي چې چاپ او خپرولو ته چمتو دي او شپاړس نورې څېړنې د بشپړېدو په حال کې دي. همدا راز دغه مرکز د پوهنتون استادانو او محصلانو ته علمي سیمینارونه جوړ کړي. آغلې یما د سولې مرکز له مسؤلینو مننه وکړه. ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشيدي خبرې وکړې او ویې ویل: د ټولنیزې او علمي سولې د راوستلو لپاره پوهنتون پر ځای ټاکنه ده. دا چې دا مهال د شخړو د حل او سولې زده‌کړو ته تر هر وخت ډېره اړتیا ده، پوهنتون دغې لویې اړتیا ته په کتو سره د سولې مرکز جوړ کړی تر څو د شخړو د حل او سولې په اړه لا ډېرې څېړنې وشي. په دې ناسته کې د اسلامي زده‌کړو د پوهنځي رئیس او د سولې مرکز مسؤل ښاغلي پوهنیار سیدهاشم امین د دواړو ادارو تر منځ د هوکړه‌لیک په اړه خبرې وکړې او د پوهنتون او وزارت تر منځ یې د همکارۍ او همغږۍ رامنځته کېدو لپاره د پوهنتون د سولې مرکز ارتباطي پول وباله. په دې ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ساحوي څېړنو د واحد رئیس ښاغلي یاسین محسني د دواړو ادارو تر منځ د هوکړه‌لیک وړاندیز وکړ او ویې ویل، باید په هېواد کې شته وړتیاوې د شخړو د حل او سولې په برخه کې د څېړنو لپاره پوره پوره وکارول شي او وزارت د دغې موخې لپاره په پام کې لري چې له پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه‌لیک ولري او په دې برخه کې ورکشاپونه، سیمینارونه او څېړنې پیل کړای شي. همدا راز د سولې په چارو کې د دولت وزارت د څېړنو د ریاست متخصص ښاغلي نجیب‌الله زیاته کړه، وزارت غواړي چې د اکاډمیک پاړکي علمي څېړنې په خپلو پلانونو او پالیسیو کې وکاروي تر څو عیني واقعیتونو ته په کتو سره یوه د پلي کېدو وړ پالیسي ولرلای شو. په پای کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د هوکړه‌لیک وړاندیز ته هرکلی وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS