د لوړو زده کړو وزارت د علمي مجلو کمیسون ارزیابۍ پلاوي د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي مجلې څانګې څخه ليدنه وکړه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۱ - ۱۶:۴
666

د لوړو زده کړو وزارت د علمي مجلاتو کمیسون د ارزونې پلاوي د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي مجلې څانګې څخه د ليدنې په پار یاد پوهنتون ته تشریف راوړ.

لومړی د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان “رشیدی” د مجلې آمر ښاغلي پوهنیار دوکتور سیدعلي اقبال، د پوهنتون نشراتي کمیسون غړو، د وزارت پلاوي غړو د ملي کمیسون علمي مجلو غړو ښاغلي دوکتور احمد جواد نیازي، د بین المللي علمي مجلو کارپوه ښاغلي عبدالعزیز حکیمي او د تحقیق تألیف او ترجمې ریاست د ملي مجلو کار پوه ښاغلي عبدالرحمن ادیب په ګډون کې ترسره شوه.

ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان رشیدي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون د مجلې په علمي او تحقیقاتي برخو کې لازم معلومات ورکړل. او وروسته یې د پېژندنې پیغام علمي مجلې، تحقیقي مجلې چې څه باندې (۲۰) کاله نشرات لري، اړوند او د پوهنتون په توانمندۍ او امکاناتو د علمي مجلې او بین المللي ژورنالو اړوند توضیحات ورکړل او له یاد پلاوي څخه یې د ملي تحقیقي مجلې او بین المللي ژورنالونو اړوند د همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروسته د راغلي پلاوي په نمایندګۍ ښاغلي دوکتور احمد جواد نیازي په تحصیلي نهادونو کې د علمي مجلو د معیاري کېدلو او پرمختګ اړوند خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې، هر څه چې په توان کې لري پلي به یې کړي.

راغلي پلاوي وروسته د علمي مجلې له آمریت څخه لیدنه وکړه او د علمي مجلې آمریت، آمر ښاغلي پوهنیار دوکتور سید علي اقبال د معرفت پیغام مجلې د علمي مقالو د نشرولو او لاسته راوړلو پروسیجر او انټرنېټي سایټ اړوند او همدارنګه په راتلونکي کال کې د تخصصي مجلو د (طبیعي علومو، ادبیاتو او خارجي ژبو) په برخه کې د ایجادولو اړوند معلومات ورکړل په آخر کې د راغلي پلاوي لخوا د مقالو غونډولو او نشرولو د لا ښه او معیاري کېدلو اړوند نوې لارې چارې وړاندې کړې او د مجلې آمریت مسؤلینو لخوا ډاډ ورکړل شو چې، یاد وړاندیزونه به د پوهنتون له رهبرۍ سره شریک کړي او د مقالو معیاری کېدلو او اسانتیاوو ایجادولو په برخه کې به لا ډېر کوښښونه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ څخه لیدنه وکړه!

چهارشنبې ورځ د ٣٠/٧/١٤٠٤ هـ.ش چې له ٢٩/٤/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۳:۲۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو تطبیق ارزښت او د ابتکار او نوښتونو منځته راوړلو" عنوان لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ دایر شو!

 سې شنبې ورځ د ٢٨/٤/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٢٩/٧/١٤٠٤ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة رض په عمومي تالار کې د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي غونډه ترسره شوه!

دوشنبې ورځ د ٢٨/٧/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٧/٤/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره. . .

BACK TO NEWS