د تدریسي بهیر ښه والي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د یاد پوهنتون له لوړ رتبه(پوهاند)استادانو سره، غونډه ترسره وکړه!

hamid
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۰
A,T6R

 

پنجشنبې ورځ د ١٣/٦/١٤٠٤ هـ.ش چې له ١١/٣/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د تدریسي بهیر ښه والي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون  رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د یاد پوهنتون له لوړ ربته(پوهاند) استادانو سره، غونډه ترسره وکړه.

 

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

 

 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون  رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د ښه راغلاست وینا ترڅنګ، استادانو ته وویل: قدرمنو استادانو تاسو د پوهنتون لپاره یوه لویه سرمایه یاستئ، خوښ یم چې له تاسو سره غونډه کې ګډون کوم، قدرمنو استادانو! دا چې ستاسو د پوره تجربې خاوندان یاستئ او د پوهنتون تدریسي بهیر ښه والي برخه کې ستاسو ونډه تر نورو استادانو زیاته ده، غواړم چې له ما سره سم د پوهنتون کیفیت لوړاوي برخه کې پوره همکاري وکړئ.

 

ښاغلي "هاشمي" استادانو ته په خپلو رشتو کې د زیاتو څېړنو ترسره کولو، علمي مقالو لیکلو، داخلي او بهرني ژورنالونو ته د مقالو لېږلو، د هغو استادانو چې د ترفېع او تقرر لپاره کنفرانسونه وړاندې کوي د اصولو او معیارونو مطابق د یادو کنفرانسونو څېړلو او محصلینو سره په تحقیقي برخو کې د پوره همکارۍ اړوند لازمې سپارېښتنې وکړې.

 

په پای کې، د استادانو د نظرونو او وړاندیزونو اورېدلو وروسته د یادو مسایلو اړوند د عملي کولو هوکړه وشوه.

 

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS