د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس پای ته ورسېده!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۲:۴۶
75875

پنجشنبې ورځ ۱۲/٧/۱۴۴۵ ه.ق چې له ۵/١١/١٤٠٢ ه.ش نېټې سره سمون لري د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، پوهنې وزارت معیینانو او رئیسانو، د پوهنتونونو رئیسانو، پوهنتونو معاونینو او استادانو، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معاونینو او استادانو په ګډون پای ته ورسېد.

کنفرانس د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړی، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د ملي کنفرانس په بریالی توګه پای ته رسېدو اړوند خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه د یاد کنفرانس د ټولو مادو په پلي کولو به د افغانستان ښوونیز او لوړو زده کړو بنسټونه لا پیاوړي شي او راتلونکي کال کې یې د نورو علمي کنفرانسونو د دایرېدو خبر ورکړ.

وروسته، د لوړو زده کړو علمي چارو معین ښاغلي دوکتور لطف الله "خیرخوا" د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې یاد ملي کنفرانس یې دایر کړ، زیاته یې کړه: د داسې ملي او علمي کنفرانسونو دایرېدل د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې خورا ارزښت لري او د مرکز او ولایتو له استادانو څخه یې وغوښتل چې خپلو تحقیقاتو ته دوام ورکړي ترڅو خپل هېواد او هېواد والو ته د خدمت جوګه وګرزي.

د کنفرانس د دویمې ورځې په جریان کې (١٠) تنو استادانو خپلې مقالې ارايه کړې.

د یادولو وړ ده چې کنفرانس د تندیسونو او تصدیق پاڼو په ورکړې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS