کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

hamid2
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۴۲
شفثقلقبلسیسبیبللابتایثس

 
چهارشنبه- ۲۸،۲،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، مالي او اداري چارو معاونیت د کارکوونکو چارو امریت له لوري د محصلانو معاونیت په همغږۍ اداري کارمندانو ته " د مایکرو سافټ آفېس پروګرامونو سره د بلدتیا" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو، چې پکې د مایکروسافټ آفیس پروګرامونو اړوند د روزنې پر مهال ګډونوالو ته د اسنادو ترتیب، جدولونو جوړولو، راپورونو تنظیم او د برېښنالیکي اړیکو د اغېزمن استعمال په اړه عملي تمرینونه ورکړل شول.


 په پیل کې، د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په خپلو خبرو کې وویل: قدرمنو کارمندانو مونږ او تاسو ته چې کوم مسؤلیت راسپارل شوی باید په سمه توګه یې اداء کړو او خپلو دندو ته زیاته توجه وکړو، اړینه ده چې په خپلو دندو کې د صداقت او ایماندارۍ ترڅنګ له کارمندانو او محصلینو سره ښه سلوک او رویه وکړو.

دغه ورکشاپ د محصلانو معاونیت اړوند د ورکشاپونو ترېنر عبدالرشید سامع له لوري وړاندې شو او د ذکر شویو موضوعاتو اړوند یې ګډونوالو سره هراړخیز معلومات شریک کړل.

د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS