کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو ستاینغونډه ترسره شوه!

hamid2
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۴:۲۶
فغایبلسیظبیسیسبرزط

چهارشنبه-  ٢١،٢،١٤٤٨ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د ١٤٠٤ کال، ٦٠ برنامو وړاندې کوونکي او ګډونوال استادان د ستاینلیکونو او تصدیق پاڼو پر ورکړې سره وستایل.

ستاینغونډه د عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه د غونډو په عمومي تالار کې جوړه شوې وه او په ترڅ کې یې د ٦٠ برنامو وړاندې کوونکواو  ګډونوالو استادانو ته ٧٣٤ ستاینلیکونه او تصدیق پاڼې د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، څانګو امرینو او اداري کارمندانو په حضور کې  وویشل شوې.

د غونډې په پیل کې، علمي مرستیال مولوي احسان الله ناصح مقدماتي وینا ترڅنګ یې د غونډې پر ارزښت خبرې وکړې، زیاته یې کړه د استادانو مسلکي پراختیا امریت تېرکال زیاتې لاسته راوړنې درلودې، هیله مند یو روان کال هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ورپسې، د استادانو مسلکي پراختیا امر پوهنوال دوکتور عبدالجبار څپاند د یاد امریت د تېر کال ګزارش له ګډونوالو سره شریک کړ.

همدارنګه، د اسلامي علومو پوهنځي رئیس شیخ عبدالمعید ابوالجراد د دې برنامو د ارزونې اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

وروسته له مقدماتي خبرو، استادانو ته ستاینلیکونه او تصدیق پاڼې وویشل شوې.

د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS