د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګه د احصائیې او معلوماتو مدیریت سیسټم رامنځته کوي!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۱:۰
7676

د معلوماتي تکنالوژۍ څانګه په پام کې لري چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د احصائیې او معلوماتو مدیریت لپاره داسې سیسټم رامنځته کړي چې د اړوندو برخو مسئوولین وکولای شي پر وخت د اړتیا وړ احصائیه له نوموړي سیستم څخه ترلاسه کړي.

نوموړی سیسټم د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آی سی ټي مرکز کې د کمپیوټرساینس پوهنځي دوه تنه محصلانو، معلوماتي تکنالوژۍ تخنیکي ټیم او د احصائيې مدیر په مرسته او مشوره رامنځته کېږي، تر څو د دې سیسټم په وسیله د پوهنتون احصائيه، معلومات او اړوند چارې په ښه توګه مدیریت او ټولې چارې یې په آنلاین ډول ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS