کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!
چهارشنبه- ۱۴،۲،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته د معیاري سلایډونو سره د بلدتیا اړوند یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو، چې پکې د معیاري سلایډونو جوړولو او کارولو اصول، سلایډونو مناسب ترتیب، متن او انځورونو سمه کارونه، رنګونو او فونټونو انتخاب او د مؤثر پریزنټېشن جوړولو اړوند هراړخیز بحث وشو.
د دې ورکشاپ هدف او موخه دا وه چې استادان د تدریس لپاره له معیاري سلایډونو، د سلایډونو ترتیبي اصولو او اغېزمنې کارونې سره بلد شي، ترڅو تدریسي کیفیت لا ښه او معیاري شي.
د استادانو مسلکي پراختیا امر پوهنوال دوکتور عبدالجبار څپاند خپلو خبرو کې د ښه راغلاست ترڅنک د ورکشاپ ارزښت اړوند خبرې وکړې، زیاته یې کړه چې روان کال د استادانو مسلکي پراختیا امریت په خپل کاري پلان کې ګڼ شمیر ورکشاپونه نظر کې لري او راتلونکي کې به استادانو ته نور مهم ورکشاپونه هم دایر شي.
دغه ورکشاپ د پوهاند قربانعلي فروغ له لوري وړاندې شو او د ذکر شویو موضوعاتو اړوند یې ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.
د نشراتو او عامه اړیکو امریت
