کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي معاونیت له لوري د نههګونو پوهنځیو د فعالیتونو او لاسته راوړنو نظارت او ارزونه پیل شوه!
دوشنبه-٢١،٥،١٤٤٨ه.ق
کابل ښوونې پوهنتون د علمي چارو معاونیت له لوري د نههګونو پوهنځیو د علمي، تدریسي او څېړنیزو فعالیتونو د ارزونې بهیر پیل شو. چې پکې به د پوهنځیو فعالیتونو څرنګوالي معلومول، لاستهراوړنو تثبیت، شته نیمګړتیاوو تشخیص، کیفیت لوړول او د علمي او اکاډمیکو چارو پیاوړتیا لپاره اغېزمنې لارښوونې ترسره شي.
په دې ارزونه کې به په ترتیب سره د پوهنتون نههګونو پوهنځیو رئیسانو له لوري د پریزنټېشنونو په بڼه د خپلو پوهنځیو ترسره شویو فعالیتونو، علمي لاستهراوړنو، تدریسي چارو، څېړنیزو هڅو، شته امکاناتو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شي.
د پوهنتون علمي معاونیت هڅه کوي چې دغه ډول ارزونې د علمي برخو پرمختګ، تحصیلي کیفیت لوړولو او د معیاري لوړو زدهکړو برابرولو لپاره مهم رول لري، چې دغه ارزونه د پوهنځیو فعالیتونو تنظیم، اغېزمنتیا او دوامدار پرمختګ په موخه ترسره کېږي.
د ارزونې په جریان کې، علمي مرستیال پوهنوال دوکتور مولوی عبدالواحد لیاقت د دې ارزونې اړوند وویل: د علمي مرکز پرمختګ او اعتبار د پوهنځیو په علمي، تدریسي، څېړنیزو او اداري فعالیتونو پورې تړلی دی. هر څومره چې دغه فعالیتونه منظم، معیاري او د ټاکل شویو معیارونو مطابق وي، په ترڅ کې یې د پوهنتون علمي کیفیت او اعتبار لوړېږي.
د نشراتو او عامه اړیکو امریت
