محصلینو ته د غاښونو حفظ الصحې اړوند سمینار وړاندې شو! 

hamid2
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۵۳
قبیسزبثصبث

دوشنبه-٢١،٥،١٤٤٨ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو خدمتونو او همغږۍ امریت له لوري د سهار ستوري کلینیک په همکاري د طبیعي علومو پوهنځي د بیولوژي څانګې محصلینو ته " د غاښونو حفظ او مراقبت او له خرابېدو څخه یې مخنیوي لارو چارو" اړوند یو ورځنی معلوماتي-ښوونیز سمینار وړاندې شو.

په پیل کې، د محصلینو خدمتونو او همغږۍ امر مولوي سبحان الله عزام د سهار ستوري کلینیک مسؤلینو له همکارۍ څخه د مننې او قدرداني ترڅنګ د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د ځان او غړو د روغتیا ساتنې اړوند مفصلې خبرې وکړې. ده وویل، چې د اسلام مبارک دین روغتیا، نظافت او د بدن غړو دوامداره حفاظت او مراقبت ته جدي پاملرنه کړې او دې مورد ته ګڼ شمېر احکام او لارښوونې متوجه دي، چې له ډلې یې هم د مسواک پر استعمال د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار او تاکید یادولی شو.

ورپسې د یاد کلینیک مسؤلینو او د سمینار وړاندي کوونکي ډاکټر په نوبت سره د غاښونو د ساتنې او مراقبت اړوند مفصل بحثونه وکړل، چې د ګډونوالو د لا پوهاوي او پاملرنې سبب شول.

 د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۵۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي معاونیت له لوري د نهه‌ګونو پوهنځیو د فعالیتونو او لاسته راوړنو نظارت او ارزونه پیل شوه! 

 

دوشنبه-٢١،٥،١٤٤٨ه.ق
کابل ښوونې پوهنتون د علمي چارو معاونیت له لوري د نهه‌ګونو پوهنځیو د علمي، تدریسي او څېړنیزو فعالیتونو د ارزونې بهیر پیل شو. چې پکې به د  پوهنځیو فعالیتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۵۳
Background image

محصلینو ته د غاښونو حفظ الصحې اړوند سمینار وړاندې شو! 

دوشنبه-٢١،٥،١٤٤٨ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو خدمتونو او همغږۍ امریت له لوري د سهار ستوري کلینیک په همکاري د طبیعي علومو پوهنځي د بیولوژي څانګې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له اداراک پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه!

 

دوشنبه- ۳،۳،۱۴۴۸ ه.ق

د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او ادارک پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، د ګډو څېړنیزو. . .

BACK TO NEWS