کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي معاونیت له لوري د نهه‌ګونو پوهنځیو د فعالیتونو او لاسته راوړنو نظارت او ارزونه پیل شوه! 

hamid2
Mon, Nov 02 2026 9:57 AM
5لعتلغنلغلغلبغلغلغلغلغ

 

دوشنبه-٢١،٥،١٤٤٨ه.ق
کابل ښوونې پوهنتون د علمي چارو معاونیت له لوري د نهه‌ګونو پوهنځیو د علمي، تدریسي او څېړنیزو فعالیتونو د ارزونې بهیر پیل شو. چې پکې به د  پوهنځیو فعالیتونو څرنګوالي معلومول، لاسته‌راوړنو تثبیت، شته نیمګړتیاوو تشخیص، کیفیت لوړول او د علمي او اکاډمیکو چارو پیاوړتیا لپاره اغېزمنې لارښوونې ترسره شي.

په دې ارزونه کې به په ترتیب سره د پوهنتون نهه‌ګونو پوهنځیو رئیسانو له لوري د پریزنټېشنونو په بڼه د خپلو پوهنځیو ترسره شویو فعالیتونو، علمي لاسته‌راوړنو، تدریسي چارو، څېړنیزو هڅو، شته امکاناتو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شي.

د پوهنتون علمي معاونیت هڅه کوي چې دغه ډول ارزونې د علمي برخو پرمختګ، تحصیلي کیفیت لوړولو او د معیاري لوړو زده‌کړو برابرولو لپاره مهم رول لري، چې دغه ارزونه د پوهنځیو فعالیتونو تنظیم، اغېزمنتیا او دوامدار پرمختګ په موخه ترسره کېږي.

د ارزونې په جریان کې، علمي مرستیال پوهنوال دوکتور مولوی عبدالواحد لیاقت د دې ارزونې اړوند وویل: د علمي مرکز پرمختګ او اعتبار د پوهنځیو په علمي، تدریسي، څېړنیزو او اداري فعالیتونو پورې تړلی دی. هر څومره چې دغه فعالیتونه منظم، معیاري او د ټاکل شویو معیارونو مطابق وي، په ترڅ کې یې د پوهنتون علمي کیفیت او اعتبار لوړېږي.

 د نشراتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS