لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت په همغږۍ د یاد پوهنتون اداري برخو آمرینو او کارمندانو  ته " د اداري مراسلاتو مدیریت او ثبت" ترسرلیک لاندې پینځه ورځنی ورکش

hamid
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۳:۱۹
sd65sd

 

دوشنبې په ورځ د ٨/٧/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٨/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت په همغږۍ د یاد پوهنتون اداري برخو آمرینو او کارمندانو  ته "د اداري مراسلاتو مدیریت او ثبت" ترسرلیک لاندې پینځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

 غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

  لومړي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي خالد "عزیزي" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه او ګډونوالو ته یې په اداري کارونو کې یې د صداقت او اېماندارۍ درلودلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې،  همدارنګه یې د یاد ورکشاپ دایرېدلو اړوند خوښي څرګنده کړه او له ټولو ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې له ورکشاپ څخه پوره ګټه واخلي او په هره برخه کې چې ستونزې لري د دې ورکشاپ په پای ته رسېدو یې حل کړي. 

همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او  ظرفیت لوړونې آمر ښاغلي عبیدالله"مولایي" په خپلو خبرو کې د ورکشاپ هدف او موخه او ضرورتونو اړوند معلومات له ګډوونکونکو سره شریک کړل. 

د یادولو وړ ده چې یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت، کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت د مسؤل لخوا رسماً پیل او په یادو پینځو ورځو کې به د اداري مراسلاتو مدیریت او ثبت اړوند هراړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

نشست با نمایندگان محصلین؛ محصل محور اساسی پوهنتون است! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
معاونیت امور محصلان پوهنتون تعلیم و تربیه کابل، با نمایندگان صنوف برنامه لیسانس این پوهنتون، به منظور هماهنگی بهتر، جلب و جذب محصلین به ورکشاپ‌ها و سمینارها و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

شورای علمی؛ روند تدریسی باید مطابق نصاب تأییدشده وزارت تحصیلات عالی به پیش برده شود 

دوشنبه، ۲۸/۹/۱۴۴۷ه.ق
نشست شورای علمی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل با حضور معاونین پوهنتون، رؤسای پوهنځی‌ها و اعضای شورای علمی برگزار شد که در مورد تطبیق نصاب تدریسی تأییدشده، گزارش‌ها و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۳۳
Background image

تلاش‌ها برای ترویج ترجمهٔ علمی و معیاری! 

یکشنبه، ۲۶/۹/۱۴۴۷ هـ.ق 
از سوی آمریت انکشاف مسلکی استادان، معاونیت امور علمی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل، برای استادان پوهنتون ورکشاپ یک‌روزه‌ای تحت عنوان "اصول ترجمه از زبان‌های عربی و. . .

BACK TO NEWS