د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې «پوسټر پرېزېنټېشن» نندارتون جوړ شو

keu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۱:۴
dfd

د ۱۳۹۹ کال د کب د میباشتې په ۲۵مه، د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې د «پوسټر پرېزېنټېشن» په نامه نندارتون جوړ شو. دغه نندارتون د محصلینو په نوښت او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د رئیس نورمحمد احمدزي په مرسته د ادبیاتو پوهنځي له‌خوا جوړ شو چې پښتو، دري، عربي، انګلیسي، روسي او ترکي څانګو ګډون پکې کړی و او خپل موضوعات یې نندارې ته وړاندې کړل. د پوهنتون رئیسه پوهنواله لیلما شریفي یما، علمي مرستیال پوهاند جمشېدخان رشیدي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهاند نورمحمد احمدزی، استادان او ګڼ شمېرمحصلان د دغه نندارتون لیدو ته راغلل. په دغه نندارتون کې د پښتو څانګې محصلینو د پښتو ژبې د پنځو ستورو پوهاند علامه عبدالحی حبیبي، علامه قیام‌الدین خادم، استاد عبدالرؤف بېنوا، استاد ګل‌پاچا الفت او پوهاند صدیق‌الله رښتین په اړه معلومات برابر کړي وو. همدا راز د دغو ستورو د آثارو په ګډون یې د پښتو ژبې څو نور ارزښتناک کتابونه پر مېز نندارې ته اېښي وو. د بېلابېلو څانګو استادانو او ګڼو محصلینو به د پنځو ستورو په اړه معلومات لوستل، اورېدل او پوښتنې به یې کولې. د پښتو څانګې اړوندو محصلینو یې ځوابونه ورکول او د کتاب مینوالو ته یې ځینې کتابونه ډالۍ کول. د دري څانګې محصلینو د لوی عرفاني شخصیت او شاعر مولانا جلال‌الدین محمد بلخي په اړه معلومات برابر کړي وو. دوی هم د نورو څانګو په څېر د مولانا د ځینو آثارو تر څنګ د دري ژبې یو شمېر مشهور کتابونه پر مېز نندارې ته اېښي وو او د مولانا په اړه یې د لېوالو کسانو پوښتنې ځوابولې. د عربي څانګې محصلینو د عربي ژبې د پیدايښت، د انګلیسي څانګې محصلینو د لنډې کیسې، د روسي څانګې محصلینو د الکساندر پوشکین او د ترکي څانګې محصلینو د ترکي ژبې د لاتین کېدو په اړه معلومات برابر کړي وو. دوی هم بېلابېل اړوند کتابونه پر مېزونو اېښي وو او د محصلینو او استادانو پوښتنې یې ځوابولې. د دغه نندارتون موخه دا وه چې د ادبیاتو پوهنځي د بېلابېلو څانګو تر منځ تړاو لا غښتلی شي. د نندارتون ګډونوالو دغه نوښت وستایه او په ډېره لېوالتیا یې تر پایه علمي بحثونه پکې وکړل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

چهارشنبه- ۱۴،۲،۱۴۴۸ ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته د معیاري سلایډونو سره د بلدتیا اړوند یو ورځنی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۵۰
Background image

فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه!

نکات قابل رعایت در مراسم مرده‌داری!

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۱۴
Background image

دروس تفسیر و ترجمه برای مسؤلین پوهنتون تعلیم و تربیه کابل!

ارائه کننده: شیخ عبدالمعید ابوالجراد؛ رئیس پوهنځي علوم اسلامی

سورة: البقرة ۲۱۱-۲۱۶

 

درس مکمل را در لینک ذیل مشاهده می‌توانید!👇

https://youtu.be/6gHlszFMAW4?si=0LQBlSKe2D6XK1sH

BACK TO NEWS