د ترکي ژبې او ادبیاتو د دیپارتمنت آمر ژوندلیک

د پوهنیار کریم‌الله اویغاغ ژوندلیک

د ترکي ژبې او ادبیاتو د دیپارتمنت آمر

پوهنیار کریم‌الله اویغاغ، د مرحوم عبدالخلیل زوی، په ۱۳۶۶ لمریز کال کې د تخار ولایت د دشت‌قلعه ولسوالۍ د غازتپه کلي په یوه علم‌دوسته او فرهنګي کورنۍ کې زېږېدلی دی. نوموړي خپلې لومړنۍ زده‌کړې د باغ‌بایان په ابتدايي مکتب کې پیل کړې او د منځنۍ دورې او لېسې زده‌کړې یې د دشت‌قلعه ولسوالۍ په عالي ذکور لېسه 1387 کل کې په بریالیتوب سره بشپړې کړې . د لېسې د دورې پر مهال د علي‌شیر نوایي فرهنګي انجمن فعال غړی و او له هماغه وخت څخه یې د ژبې، ادبیاتو او فرهنګي فعالیتونو سره ژوره مینه څرګنده کړه.

نوموړی په ۱۳۸۸ کال کې د سراسري کانکور له لارې د بلخ پوهنتون د ترکي او اوزبیکي ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شو او له څلور کلنو زده‌کړو وروسته یې په ۱۳۹۱ کال کې د لېسانس سند تر لاسه کړ. د زده‌کړو پر مهال او له هغې وروسته، له ۱۳۸۹ څخه تر ۱۳۹۳ پورې د آرزو نړیوال تلویزیون د اوزبیکي خبرونو ویاند، د «تویغو» میاشتنۍ مسوول او د بلخ ولایت د مولانا عنبر فرهنګي بنسټ غړی پاتې شوی او پراخ فرهنګي او رسنیز فعالیتونه یې ترسره کړي دي.

پوهنیار کریم‌الله اویغاغ په ۱۳۹۳ کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د بدخشان ولایت د فیض‌آباد دارالمعلمین کې د استاد په توګه دولتي دنده ترلاسه کړه. نوموړي په ۱۳۹۵ کال کې د تحصیلي بورس له ترلاسه کولو وروسته ترکیې ته ولاړ او په ۱۳۹۸ کال کې یې د ماستري دوره په بریالیتوب سره بشپړه کړه. له فراغت وروسته بېرته د بدخشان د فیض‌آباد دارالمعلمین کې خپلې تدریسي دندې ته ادامه ورکړه.

نوموړي په ۱۴۰۱ کال کې د دوکتورا د لوړو زده‌کړو د دوام لپاره د ترکیې د دولت له بورسه ګټه واخیسته او یو ځل بیا یاد هېواد ته ولاړ. د ۱۴۰۳ کال په لومړیو کې د کابل د تعلیم و تربیې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ترکي ژبې او ادبیاتو د استاد په توګه مقرر شو او د ۱۴۰۴ کال د اسد میاشتې راهیسې د ترکي ژبې او ادبیاتو د دیپارتمنت د آمر په توګه دنده ترسره کوي.

پوهنیار کریم‌الله اویغاغ د پوهنځي په بېلابېلو کمیټو کې فعاله ونډه لري او تر دې مهاله یې ګڼې علمي ـ تحقیقي مقالې لیکلي دي. همدارنګه هغه د دوو شعري اثارو او یو ژباړل شوي اثر خاوند دی چې دا مهال د چاپ لپاره چمتو دي. نوموړی متأهل دی او درې اولادونه لري.