د انګلیسي ډیپارټمنټ د آمر بیوګرافي

د انګليسي څانګې د آمر لنډه پېژندنه

پوهنمل عبدالله مخلص د ګل محمد زوی د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادر غړی دی. نوموړی د انګليسي ژبې په برخه کې علمي او اکاډميک فعاليتونه لري، چې د تدريس سربېره، څېړنه، علمي ليکنې او د محصلينو د مسلکي وړتياوو د لوړولو په برخه کې هم فعاليت کوي.

پوهنمل عبدالله مخلص د پکتيکا لوړو زده کړو موسسې څخه د انګليسي په برخه کې لسانس او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټيسول له څانګې څخه خپله ماستري بشپړه کړې. د هغه د لوړو زده کړو او علمي فعاليتونو تمرکز تر ډېره پر انګليسي ژبه، ژبپوهنه، د څېړنې او خبرو اترو مهارتونو باندې دي. نوموړي د خپلې مسلکي دندې په ترڅ کې د ژبو ادبیاتو پوهنځي د انګليسي څانګې د استاد په حيث دنده ترسره کوي او د محصلينو لپاره يې د ژبپوهنې، مورفولوژي، خبرې اترې، او د زده کړو تيوري مضمونونه تدريس کړي.

شخصي او مسلکي مالومات:

  • نوم:                                          عبدالله مخلص
  • د پلار نوم:                               ګل محمد احمدي
  • د زېږون کال:                           ۱۳۷۵
  • د زېږون ځای:                         بغلان
  • اصلي استوګنځای:                   بغلان، نهرین ولسوالي
  • اوسنی استوګنځای:                  کابل، احمدشاه بابا مېنه
  • قوميت:                                    پښتون
  • د تحصيل درجه:                      ماستر
  • علمي رتبه:                               پوهنمل
  • څانګه:                                     انګليسي
  • د اړيکو شمېره:                        ۰۷۸۷۵۳۰۰۰۸
  • برېښناليک:                              mokhlis3080.ama@gmail.com
  • اداري دريځ:                            د څانګې مشر
  • د تخصص ساحه:                    ژبپوهنه
  • د تدريس تجربه:                      له ۲۰۱۲ کال څخه تر اوسه (۲۰۲۶)
  • علمي او مسلکي موخه: پوهنمل عبدالله مخلص هڅه کوي چې د معیاري لوړو زده‌کړو، اغېزمن تدریس، علمي څېړنې او مسلکي روزنې له لارې د ځوان نسل د علمي ظرفیت په لوړولو کې اغېزمن رول ولوبوي. هغه باور لري چې معیاري زده‌کړه، دوامداره څېړنه او علمي نوښت د ټولنې د علمي او مسلکي پرمختګ بنسټ جوړوي.
  • علمي آثار: لاندې څېړنېزې مقالې يې نشر شوي:

Advantages and Disadvantages of Using Artificial Intelligence in Teaching Speaking: A Case Study of Kabul Education University

The Level of Students’ Anxiety in Oral Performance: A Case Study of English Major
Students of Kabul Education University

Role of Artificial Intelligence in English as a Foreign Language Speaking Classes: A Systematic Review

Foreign Language Classroom Anxiety: A Case Study at Kabul Education University

Students’ Perceptions of Learner-Centered Teaching Approach

Teaching Load and Its Impact on Teaching Quality in Afghan EFL Classrooms