بیوگرافی امر دیپارتمنت انگلیسی
د انګليسي څانګې د آمر لنډه پېژندنه
پوهنمل عبدالله مخلص د ګل محمد زوی د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادر غړی دی. نوموړی د انګليسي ژبې په برخه کې علمي او اکاډميک فعاليتونه لري، چې د تدريس سربېره، څېړنه، علمي ليکنې او د محصلينو د مسلکي وړتياوو د لوړولو په برخه کې هم فعاليت کوي.
پوهنمل عبدالله مخلص د پکتيکا لوړو زده کړو موسسې څخه د انګليسي په برخه کې لسانس او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټيسول له څانګې څخه خپله ماستري بشپړه کړې. د هغه د لوړو زده کړو او علمي فعاليتونو تمرکز تر ډېره پر انګليسي ژبه، ژبپوهنه، د څېړنې او خبرو اترو مهارتونو باندې دي. نوموړي د خپلې مسلکي دندې په ترڅ کې د ژبو ادبیاتو پوهنځي د انګليسي څانګې د استاد په حيث دنده ترسره کوي او د محصلينو لپاره يې د ژبپوهنې، مورفولوژي، خبرې اترې، او د زده کړو تيوري مضمونونه تدريس کړي.
شخصي او مسلکي مالومات:
- نوم: عبدالله مخلص
- د پلار نوم: ګل محمد احمدي
- د زېږون کال: ۱۳۷۵
- د زېږون ځای: بغلان
- اصلي استوګنځای: بغلان، نهرین ولسوالي
- اوسنی استوګنځای: کابل، احمدشاه بابا مېنه
- قوميت: پښتون
- د تحصيل درجه: ماستر
- علمي رتبه: پوهنمل
- څانګه: انګليسي
- د اړيکو شمېره: ۰۷۸۷۵۳۰۰۰۸
- برېښناليک: mokhlis3080.ama@gmail.com
- اداري دريځ: د څانګې مشر
- د تخصص ساحه: ژبپوهنه
- د تدريس تجربه: له ۲۰۱۲ کال څخه تر اوسه (۲۰۲۶)
- علمي او مسلکي موخه: پوهنمل عبدالله مخلص هڅه کوي چې د معیاري لوړو زدهکړو، اغېزمن تدریس، علمي څېړنې او مسلکي روزنې له لارې د ځوان نسل د علمي ظرفیت په لوړولو کې اغېزمن رول ولوبوي. هغه باور لري چې معیاري زدهکړه، دوامداره څېړنه او علمي نوښت د ټولنې د علمي او مسلکي پرمختګ بنسټ جوړوي.
- علمي آثار: لاندې څېړنېزې مقالې يې نشر شوي:
|
Advantages and Disadvantages of Using Artificial Intelligence in Teaching Speaking: A Case Study of Kabul Education University |
|
The Level of Students’ Anxiety in Oral Performance: A Case Study of English Major |
|
Role of Artificial Intelligence in English as a Foreign Language Speaking Classes: A Systematic Review |
|
Foreign Language Classroom Anxiety: A Case Study at Kabul Education University |
|
Students’ Perceptions of Learner-Centered Teaching Approach |
|
Teaching Load and Its Impact on Teaching Quality in Afghan EFL Classrooms |