د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادرنو، لپاره مسلکي (تحریري) آزموینه واخېستل شوه !

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۱۰:۴۰
67

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې دبېلا بېلو څانګو د علمي کادرونو د بریالیو نوماندانو څخه د مسلکي آزموینې د اخیستو بهیر، د شنبې ورځ 1444/4/8 نېټه د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو آمر حمیدالله " عابد " ور سره مل پلاوي، د یاد پوهنتون رییس پوهنوال لیلما شریفي یما د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشېد خان " رشیدي" د مالي او اداري چارو مرستیال انجینر صلاح الدین " ایوبي " د محصلانو چارور مرستیال انجینر اکرام الله " صهیب " د ياد پوهنتون د پوهنځیو رییسانو، استادانو، او د څارنې کمیټې غړو په حضور کې آزموینه واخېستل شوه.

د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي "رشيدي" د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي "ایوبي" د آزموینې له بهیر څخه د څارنې پرمهال د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډسپلین په اړه ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، همدارنګه یې څرګنده کړه چې په پوهنتونونو کې د علمي کادر د استخدام معیار د کاندیدانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کېږي.

د یادونې وړه ده چې، په دې آزموینه کې ګڼ شمېر نارینه او ښځینه بریالیو کاندیدانو ګډون درلود .

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۲۸
Background image

اهدای وسایل شبکه توسط شرکت اتصالات به پوهنځی کمپیوترساینس پوهنتون تعلیم و تربیه کابل!

چهارشنبه-  ٢١،٢،١٤٤٨ه.ق
در راستای تقویت زیرساخت‌های آموزشی و ارتقای ظرفیت‌های عملی محصلین، شرکت اتصالات افغانستان (ای اند) مجموعه‌ای از تجهیزات شبکه ساخت شرکت  سیسکو  را به پوهنځی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۴:۲۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو ستاینغونډه ترسره شوه!

چهارشنبه-  ٢١،٢،١٤٤٨ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د ١٤٠٤ کال، ٦٠ برنامو وړاندې کوونکي او ګډونوال استادان د ستاینلیکونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۳۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

سه شنبه- ۲۰،۲،۱۴۴۸ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په همکارۍ د یاد پوهنځي استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS