د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادرنو، لپاره مسلکي (تحریري) آزموینه واخېستل شوه !

keu_admin
Thu, Nov 10 2022 10:40 AM
67

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې دبېلا بېلو څانګو د علمي کادرونو د بریالیو نوماندانو څخه د مسلکي آزموینې د اخیستو بهیر، د شنبې ورځ 1444/4/8 نېټه د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو آمر حمیدالله " عابد " ور سره مل پلاوي، د یاد پوهنتون رییس پوهنوال لیلما شریفي یما د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشېد خان " رشیدي" د مالي او اداري چارو مرستیال انجینر صلاح الدین " ایوبي " د محصلانو چارور مرستیال انجینر اکرام الله " صهیب " د ياد پوهنتون د پوهنځیو رییسانو، استادانو، او د څارنې کمیټې غړو په حضور کې آزموینه واخېستل شوه.

د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي "رشيدي" د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي "ایوبي" د آزموینې له بهیر څخه د څارنې پرمهال د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډسپلین په اړه ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، همدارنګه یې څرګنده کړه چې په پوهنتونونو کې د علمي کادر د استخدام معیار د کاندیدانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کېږي.

د یادونې وړه ده چې، په دې آزموینه کې ګڼ شمېر نارینه او ښځینه بریالیو کاندیدانو ګډون درلود .

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS