کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي انکشاف مرکز په تالار کې استادانو لپاره" په ښوونیزو بنسټونو کې مدیریتي روشونه" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبې ورځ ٤/٣/١٤٤٧ هــ ق چې له ٦/٦/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د استادانو مسلکي انکشاف آمریت لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي انکشاف مرکز په تالار کې استادانو لپاره "په ښوونیزو بنسټونو کې مدیریتي روشونه" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال، استادانو مسلکي انکشاف مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.
ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله"عمرخیل" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو یې خوښي څرګنده کړه، او د ورکشاپ اهمیت او ضرورتونو اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: پوهنتون کې د تدریسي چارو ښه والي لپاره د داسې ورکشاپونو دایرول خورا اړین دي او د یادو برنامو په تداوم یې ټینګار وکړ.
یاد ورکشاپ د پوهنتون استادانو، ښاغليو پوهندوی عبدالاحمد"امیني" او پوهندوی مرتضی"خاوري" لخوا رسماً پیل او له استادانو سره د (د مدیریتي سبکونو ځانګړتیاوې او د هغوی د اغېز څرنګوالی، تصمیم نیولو علمي لارې، د انساني سرچینو مدیریت، د اړیکو اغېزناک سیستم او د نوښت او بدلون مدیریت) موضوعاتو اړوند هراړخیز معلومات شریک شي.
ګډونوالو د ورکشاپ محتوا ګټوره وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دې ډول اکاډمیک پروګرامونو دوام به د پوهنتون د استادانو د مسلکي ظرفیتونو په لوړواي او د ښوونې په کیفیت کې مهم رول ولري.