کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنیزو علومو او کمپیوټرساینس پوهنځیو د رئیسانو پېژند غونډې ترسره شوې!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۴۲
123

دوشنبې ورځ د ٢/٥/١٤٤٦ ه.ق چې له ١٤/٨/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي ریاست ته د ښاغلي پوهندوی ضیاالحق "امیري" او کمپیوټر ساینس پوهنځي ریاست ته د ښاغلي پوهنوال همایون"غفوري" د پېژندنې په پار، چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، علمي چارو او تحقیقاتو او علمي مجلو مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، یادو پوهنځیو استادانو او کارمندانو ګډون درلود، پېژند غونډې ترسره شوې.

غونډې د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوې.

لومړی، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د ټولنیزو علومو او کمپیوټر ساینس پوهنځیو له مخکینیو رئیسانو څخه منندویي وکړه چې د یادو پوهنځیو لپاره یې زیاتې لاسته راوړنې درلودې او د الله ج له دربار څخه یې ورته ژوند کې د لا زیاتو بریاوو هیله وکړه، زیاته یې کړه: دا چې تغییر او تبدیل د ا.ا په نظام کې یو اصل دی، نو هره اداره کې دا اصل شتون لري او ښاغلیو پوهنوال همایون"غفوري" د کمپیوټر ساینس پوهنځي او ښاغلی پوهندوی ضیاالحق "امیري" د ټولنیزو علومو پوهنځي ته چې د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء محترم مقام د حکم په اساس د یادو پوهنځيو رئیسانو په توګه ټاکل شوي مبارکي وایو، زیاته یې کړه: ښاغلی "امیري" او ښاغلی "غفوري" د دیني او علمي استعداد خاوندان دی د الله تعالی له درباره ورته په چارو کې کامیابي غوارو او هیله لرو چې د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې هېڅ ډول کوښښونه ونه سپموي.

په پای کې ښاغلي پوهنوال همایون "غفوري" او ښاغلي پوهندوی ضیاالحق "امیري" د ا.ا.ا او لوړو زده‌کړو وزارت مقام له باور څخه په مننې سره وویل: د ا.ا.ا، لوړو زده کړو وزارت او کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ریاست مقام ته ته ډاډ ورکوو چې هېڅ ډول هڅې به ونه‌ سپموو او کوم مسؤولیت چې راته سپارل شوی په ښه توګه به یې ادا کړو.

غونډې د خیر په دعا سره پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS