کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او جهان خصوصي پوهنتون تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۹:۳۰
555
سې شنبې ورځ د ٩/٥/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢٤/١/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او جهان خصوصي پوهنتون تر منځ په دوه اړخیزو علمي او تحقیقي برخو کې هوکړه لیک د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" او جهان خصوصي پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور محمدسالم"حمیدی" ترمنځ لاسلیک شو.
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د یاد هوکړه لیک اړوند خوښي څرګنده کړه، او د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړه لیک په تطبیق کولو یې تأکید وکړ، زیاته یې کړه، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د هېواد په سطحه یو اکاډمیک پوهنتون دی چې مسلکي ښوونکي ټولنې ته وړاندې کوي او د دې هوکړه لیک په تطبیق به په علمي برخه کې د دواړو خواوو ستونزې حل او د هېواد پرمختګ لپاره به یو ځای خدمت وکړو
یاد هوکړه لیک چې په پینځو(٥)مادو کې ترتیب او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او جهان خصوصي پوهنتون ترمنځ په علمي او تحقیقي برخو کې د (سیمینارونو او ورکشاپونو دایرولو، ظرفیت لوړاوي، آنلاین کتابتون څخه ګټه اخیستنې، علمي مجلو کې د تحقیقي آثارو چاپ، سیر علمي برنامو برابرولو او نورو برخو کې د دوه اړخیزو ګډه همکاريو)اړوند لاسلیک شو.
یاده غونډه د هوکړه لیک په لاسلیک او دعایې ویلو سره پای ته ورسېد.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS