کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او خاتم النبیین پوهنتون تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۶:۵۱
444
سې شنبې ورځ د ٢٥/٢/١٤٠٣ ه.ش چې له ٥/١١/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او خاتم النبیین پوهنتون تر منځ د دوه اړخیزو علمي او تحقیقي برخو کې هوکړه لیک د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" او خاتم النببین پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور عبدالقیوم "سجادي" ترمنځ لاسلیک شو.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د یاد هوکړه لیک اړوند خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه هوکړه لیک باید د صفحو پرمخ نه وي او عملي بڼه ولري.
یاد هوکړه لیک چې په مختلفو مادو کې ترتیب شوی د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او خاتم النبیین پوهنتون ترمنځ ( په علمي او تحقیقي برخو کې د دواړو اړخیزو ګډه همکاريو) اړوند لاسلیک شو.
یاده غونډه د هوکړه لیک په لاسلیک او دعایې ویلو سره پای ته ورسېد.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

BACK TO NEWS