د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس مقدماتي غونډه ترسره شوه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۹:۵۹
44545

شنبې ورځ د ٢٧/٨/١٤٠٢ه.ش چې له ٤/٥/١٤٤٥ه.ق نېټې سره سمون لري د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس مقدماتي غونډه د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو معین او د تحقیق، تألیف او ترجمې رئیس، د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت او د اداري او منابعو معینانو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو او کارمندانو په ګډون  ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د غونډې ګډونکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل:  د داسې علمي او څېړنیزو کنفرانسونو منځته راوړل، مونږ د پرمختګ او ترقۍ لور ته هڅوي؛ خصوصاً په ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې او د الله (ج) له در باره هیله مند یم چې راتلونکې کې هم په تحصیلي او ښوونیزو برخو کې  داسې کنفرانسونه دایر شي.
وروسته ښاغلي دوکتور لطف الله "خیرخوا" د لوړو زده کړو وزارت علمی چارو معین، ښاغلي الحاج مولوي عبدالخالق "صادق" د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معین، ښاغلي دوکتور حمیدالله "مزمل"  د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ترجمې رئیس او مولوي صبغت الله "وصیل" د پوهنې وزارت د اداري او منابعو معین په خپلو خبرو کې د کنفرانس ارزښتونو او ګټو اړوند اړینې خبرې وکړې.
د غونډې په جریان کې ښاغلي پوهنیار طاووس "محمدي" د څېړنو او علمي مجلې مرستیال د ملي کنفرانس ترسره شویو کړنو/فعالیتونو ګزارش، ښاغلي دوکتور پوهندوی امید "افغان" د کنفرانس موخو او اهدافو، ښاغلي پوهندوی سید عبدالصمد "مشتاق" د کنفرانس لپاره د مقالو لیکلو لارښود او امتیازاتو او ښاغلي دوکتور سید اقبال "هاشمي"  د کنفرانس وېب سایټ اړوند هر اړخیز  معلومات ورکړل. 
په آخر کې غونډه د خیر دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS