د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د نوموړي پوهنتون اداري برخې کارمندانو او کارکوونکو سره د پیژندګلوۍ په پار غونډه ترسره کړه!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۰:۲۱
5555

شنبې ورځ د ۱۸/۶/۱۴۰۲ هـ.ش چې له ۲۳/۲/۱۴۴۵ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د نوي رئیس د پېژندګلوۍ غونډه د پوهنتون له اداري کارمندانو او کارکوونکو سره ترسره کړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، مالي او اداري چارو مرستیال، اداري څانګو آمرینو، کارمندانو او کارکوونکو ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې وویل چې یاده غونډه د پوهنتون له کارمندانو او کارکوونکو سره د پېژندګلوۍ په پار نیول شوې او خوښ یم چې د داسې اکاډمیک ځای مسوُولیت پر غاړه لرم او له دې لارې خپلو هېواد والو ته د خدمت جوګه وګرځم.

همدارنګه یې په خپلو خبرو کې وویل: کومه دنده چې را سپارل شوې ده کوم امتیاز نه؛ بلکې یو تعهد او امانت دی او په دې برخه کې باید له حد زیات کوښښ وکړو تر څو خپل مسوولیتونو په صداقت او ریښتیوالۍ سره په مخ یوسو.

ښاغلي “هاشمي” د پوهنتون کارمندانو او کارنکوونکو ته د وظیفوي تعهدونو، صداقت، ایماندارۍ، اخلاص، اخلاقو او ريښتیتولۍ په برخو کې هم اړینې سپارښتنې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS