د افغانستان ښوونيزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس غونډه ترسره شوه.

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۹:۴۲
444

سې شنبې ورځ د 1445/1/14هــ.ق. نېټه د افغانستان ښوونيزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس غونډه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت کې ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور پوهاند جمشېدخان "رشیدي"، د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ترجمې رئیس ښاغلي دوکتور حمیدالله "مزمل"، د پوهنې وزارت د څېړنې ریاست رئیس ښاغلي دوکتور محمد عمر "دوران زی" او د پوهنتون د څېړنې څانګې غړو ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لمړی د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور پوهاند جمشېدخان "رشیدي" د غونډې ګډونکوونکو ته د ښه راغلاست تر څنګ د غونډې دایرېدو اړوند خبرې وکړې زیاته یې کړه چې، روان کال د سلواغې میاشتې په ٤ نېټه د افغانستان ښوونيزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا تر نامه لاندې ملي کنفرانس دایریږي چې، د یادې غونډې موخه د ښوونیز او تحصیلي بنسټونو د ستونزو حل او د لوړو زده کړو وزارت او پوهنې وزارت د همغږۍ یووالی دی.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ترجمې رئیس ښاغلي دوکتور حمیدالله “مزمل” د لوړو زده کړو وزارت او پوهنې وزارت په یووالي او همکارۍ ټينګار وکړ.

وروسته د پوهنې وزارت د څېړنې رئیس ښاغلي دوکتور محمد عمر "دوران زي" د یاد کنفرانس په دایرېدو د ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ ته د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د پوهنې وزارت د هر ډول همکارۍ خبر یې ورکړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS