کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کارمندانو او محصلینو تر منځ د سیرت النبيﷺ د سیالۍ آزموينه ترسره شوه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۳:۱
555

پنجشنبې ورځ د ٢٦/٣/١٤٤٥ه.ق چې له ٢٠/٧/١٤٠٢ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دعوت او ارشاد څانګې لخوا د اسلامي علومو پوهنځي سره په همغږۍ د پوهنتون رئیس، معاونینو، د اسلامي علومو پوهنځي رئیس، د دعوت او ارشاد څانګې مسؤولینو او د اسلامي علومو پوهنځي استادانو په ګډون د پوهنتون له کارمندانو او محصلینو څخه د سیرت النبيﷺ د سیالۍ آزموينه واخیستل شوه.

په پیل کې د اسلامي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث عبدالاحد جواد "غزنوي" د سیرت النبي ﷺاړوند ټولو ګډونکوونکو ته ارزښمندې خبرې وکړې او دې یادې آزموینې اخیستلو اړوند یې خوښي څرګنده کړه.

وروسته د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي حضرت ولي "زبیر" د دعوت او ارشاد مسؤولینو او اسلامي علومو پوهنځي څخه مننه وکړه چې د آزموینې په اخیستلو کې یې پوره همکاري کړې ده.

همدارنګه د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" او علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" د آزموینې له بهیر څخه د لیدنې په جریان کې د آزموینې په شفافیت او امانت دارۍ ټینګار وکړ.

په پای کې د دعوت او ارشاد څانګې آمر ښاغلي مولوي ذبیح الله "عابد" د یادې آزموینې اړوند وویل: د آزموینې هدف او موخه مو د کارمندانو او محصلینو د سیرت النبی ﷺسره د ډېرې پېژندنې او آشنایۍ په پار ده، چې راتلونکې اوونۍ کې یې پایلې اعلانیږي او راتلونکي کې به نورې داسې آزموینې هم برابرې کړو.

آزموینه په پوره رونڼتیا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS