کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادري بستونو خبرتیا او کادري منابع !
Publish Date
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په لاندې څانګو کې د 1445 هـ.ق کال لپاره د دوکتور، ماسټر او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځی:
1- د ورزشي مدیریت څانګې، (1) بست، اول ځل، نارینه، تحصیلي کچه: دوکتور او ماسټر.
د نوم لیکلو نېټه:
7/10/1445څخه تر 7/11/1445ه.ق نېټې پورې.
ټولنیزو علومو پوهنځی:
1- د ټولنپوهنې څانګې، (2) بست، اول ځل، نارینه، تحصیلي کچه: دوکتور او ماسټر.
د نوم لیکلو نېټه:
7/10/1445څخه تر 7/11/1445ه.ق نېټې پورې
طبیعي علومو پوهنځی:
1- د فزیک څانګې، (1) بست، درېیم ځل، نارینه، تحصیلي کچه: دوکتور، ماسټر او لېسانس.
د نوم لیکلو نېټه:
7/10/1445 څخه تر 17/10/1445 ه.ق نېټې پورې.
داوطلبان کولای شي، چې د تعین شوې نېټې په جریان کې د همدې علمي کادري بستونو لپاره خپلې ګډون پاڼې له خپل اصل ترانسکرېپټ د یاد پوهنتون له ویب پاڼې څخه د همدې اعلان کاپي او خپلې پېژندپاڼې کاپي سره د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو همغږۍ څانګې ته وسپاري.