کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره ( د زده کړې ارواپوهنې له بنسټونو سره د بلدتیا) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ وړاندې شو!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۵
شسیلیبلیسس

سې شنبې ورځ ٣٠/٧/۱۴۴۷ هــ ق چې له ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره ( د زده کړې ارواپوهنې له بنسټونو سره د بلدتیا) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو مرستیال، استادانو مسلکي انکشاف آمر، مسلکي پراختیا مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.

 ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح"د پرانیستونکې وینا په ترڅ کې د استادانو علمي رول او مسؤلیت ته په اشارې سره وویل، چې د ارواپوهنې بنسټیزې پوهې ته بلدتیا د تدریس د کیفیت لوړولو، د محصلینو د رواني وضعیت درک او د ښوونیز بهیر د لا پیاوړتیا لپاره بنسټیز ارزښت لري. نوموړي د دا ډول علمي پروګرامونو د دوام پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

وروسته، د استادانو مسلکي انکشاف آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار "څپاند" خپلو خبرو کې د ورکشاپ موخې روښانه کړې او زیاته یې کړه، چې د استادانو مسلکي ظرفیت لوړول د پوهنتون له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، او دا ډول روزنیز ورکشاپونه د تدریس په عصري کولو کې مهم رول لري.

وروسته له مقدماتي خبرو، یاد ورکشاپ د ښاغلي پوهاند عبدالمنان"حقیار" لخوا رسماً پیل او د زده کړې ارواپوهنې بنسټیز مفاهیم، د زده‌کړې او تدریس له بهیر سره یې اړیکه، د محصلینو چلند پېژندنه او د ښوونکي او زده‌کوونکي ترمنځ د سالم تعامل لارې چارې اړوند هراړخیز معلومات یې له استادانو سره شریک کړل.

ورکشاپ د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS