کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې استادانو لپاره " د اېنډ نوټEndnoteسافټ وېیر سره بلدتیا" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښوديورکشاپ دایر شو!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۴۲
2545غفتاد

 

ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنوال احسان الله "ناصح" په خبرو سره پیل شو، نوموړي خپلو خبرو کې وویل: د معیاري څېړنو بنسټ د مراجعو دقیق مدیریت دی، او اېنډ نوټEndnote هغه وسیله ده چې کولای شي د استادانو څېړنیز کارونه په نړیواله بڼه همغږي او تنظیم کړي. نوموړي زیاته کړه چې پوهنتون د ځیرک او نوې ټکنالوژۍ پر بنسټ د څېړنې د ودې لپاره ژمن دی او دا ډول ورکشاپونه د همدې ستراتېژۍ مهم ګامونه دي.

وروسته، د استادانو مسلکي پراختیا آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار"څپاند" ګډونوالو سره د ورکشاپ دایرولو د اهدافو او ضرورتونو اړوند هراړخیز معلومات شریک کړل.

 یاد ورکشاپ د څېړنو او علمي مجلو مرستیال لخوا وړاندې شو او (د سرچینو مدیریت، مراجعو منظمولو، علمي مقالو رفرنس ورکولو او د څېړنیزو اسنادو معیاري کولو) موصوغاتو اړوند یې له استادانو سره هراړخیز معلومات شریک کړل. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS