کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اسلامي علومو پوهنځي محصلینو ته درې ورځنۍ علمي سیمینار پای ته ورسېد!

hamid
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۰:۴۳
R+

پنجشنبې ورځ د ٢٦/١٠/١٤٤٦ ه.ق چې له ٤/٢/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اسلامي علومو پوهنځي محصلینو ته درې ورځنۍ علمي سیمینار پای ته ورسېد.

د یاد سیمینار درېیمه ورځ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة د غونډو په عمومي تالار کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اسلامي علومو پوهنځي محصلینو په ګډون پیل شو چې یاد درې ورځني سیمینار کې د پوهنتون رئیس صاحب په هدایت د اسلامي علومو پوهنځي محصلینو ته (د کریدټ سیسټم ښوونې، مخدره موادو زیانونو، HLIMS سیسټم ښوونې، نبوي سنتونو ارزښت، مونوګرتف لیکنې او اطاعت ارزښت) اړوند موضوعات تشرېح او توضیح شول.

د سیمینار په دویمه ورځ د مالي او اداری چارو مرستیال ښاغلي مولوي حضرت ولي"ملنګ" لخوا د (نبوي سنتونو ارزښت) او د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال همایون "عفوري" لخوا د (HELIM سیسټم ښوونې) موضوع اړوند اړین معلومات له محصلینو سره شریک کړل.

همدارنګه، د سیمینار په درېیمه ورځ د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" د (اطاعت اهمیت) موضوع اړوند او د څېړنو او علمي مجلو مرستیال ښاغلي پوهنمل طاووس "محمدي" لخوا د (لوړو زده کړو نوي سیسټم مطابق د مونوګراف لیکلو)اړوند هراړخیز معلومات له محصلینو شریک کړل.

درې ورځني سیمینار غونده د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS