لوړو زده کړو مرکزي او ولایتي تحصیلي بنسټونو مسؤولینو لپاره د مالي او تدارکاتي چارو روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۰:۲۰
4544

یکشنبې ورځ ٨/٨/۱۴۴۵ ه.ق چې له ٢٩/١١/١٤٠٢ ه.ش نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو مرکزي او ولایتي تحصیلي بنسټونو مسؤولینو لپاره د مالي او تدارکاتي چارو روزنیز ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر، لوړو زده کړو وزارت معینانو او رئیسانو، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، مرکزي او ولایتي پوهنتونونو رئیسانو او معاونینو او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معاونینو په ګډون پای ته ورسېده.

ورکشاپ وروستی ورځ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی، د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین ښاغلي محمد حامد"حسیب" یاد ورکشاپ ډېر کامیاب وباله، زیاته یې کړه: د دې ورکشاپ وروسته به د پوهنتونونو مسؤولین په تدارکاتي او مالي برخو کې له هېڅ ډول ستونزو سره مخ نشي.

د ورکشاپ په جریان کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر صاحب په کامیابه توګه د ورکشاپ پای ته رسېدو اړوند خوښي څرګنده کړه او د پوهنتونونو مسؤولینو ته یې په خپلو دندو کې په ښه توګه د فعالیتونو ترسره کولو او د هېواد بچیو ته خدمت کولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

په دې ورکشاپ کې چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" هم ګډون کړی وو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له ټولو کارمندانو څخه یې مننه وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولینو سره یې د یاد ورکشاپ اړوند همکاري کړې وه.

د یادلو وړ ده چې یاد ورکشاپ وروسته له (٥)ورځو پای ته ورسېدو چې د مرکزي او ولایتي پوهنتونونو مسؤولینو سره د مالي او تدرکاتي چارو(د عامه بودیجې او د هغې ارزښت، عامه بودیجې او مالي سیاستونو، اساسي مفاهیمو، د اړتیاوو معلومول او تدارکاتي پړاوونو، تدارکاتي پلان جوړونې، معیاري فورمو او د داوطلبۍ پروسو ) په برخو کې پوره معلومات شریک شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS