لوړو زده‌ کړو وزارت قدرمن وزیر صاحب د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي شورا غړو سره لیدنه وکړه!

hamid
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۹:۵۸
ag+4

چهارشنبې ورځ د ١٠/٢/١٤٠٤ ه.ش چې ١١/١٤٤٦/ ٢ هـ.ق نېټې سره سمون لري، الحاج شیخ الحدیث والتفسیر مولوي نداء محمد “ندیم” د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو او علمي شورا غړو سره لیدنه وکړه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا “هاشمي” د پوهنتون د رهبرۍ په استازیتوب د لوړو زده کړو وزارت وزیر صاحب او د علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په خپله وینا کې د پوهنتون د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل، زیاته یې کړه: استادان او د پوهنتون اداري کارمندان په پوره ریښتینوالي، ټینګې ارادې او ایماندارۍ سره خپل مسئوولیتونه او دندې په منظم ډول ترسره کوي.

همدارنګه، ښاغلي “هاشمي” د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ څخه د نویو ماسټرۍ او دوکتورا برنامو اېجادولو، پوهنتون کې د تدریسي او اداري بلاکونو جوړولو، لیلیې، مجهز کتابتون او لابراتوارونو جوړولو په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه، زیاته یې کړه: پوهنتون ته د بودیجې په ځانګړي کولو کې د یادو مسایلو حل کېدلو حل لاره کې ډېره مرسته کوي.

د غونډې په جریان کې استادانو په نوبت سره وزیر صاحب ته خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل.

وروسته، د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر صاحب ښاغلي الحاج شیخ الحدیث والتفسیر مولوي نداء محمد “ندیم” د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي او استادانو څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ په خپله وینا کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي او استادانو له لوري د شریکو شوو ستونزو د حل لپاره د پوره همکارۍ او شته ستونزو د حل وعده وکړه.

ښاغلي وزیرصاحب زیاته کړه: چې نن ورځ الحمدالله د هېواد په کچه یو اسلامي حکومت حاکم شوی دی د هېواد ټول وګړي بې له کوم تعصب، سمت پالنې، مذهب، قومي او ژبنیز توپیر په یوه امن او د ورورولۍ فضا کې ژوند کوي او هڅې دې وشي تر څو هر وګړی چې د حکومت په هره برخه کې دنده ترسره کوي خپله دنده او مسئوولیتونه دې په پوره ریښتینوالي، ایماندارۍ او امانتدارۍ ترسره کړي او استادانو ته یې د په کارونو کې صداقت، تدریسي چارو کې زیار او کوښښ، اطاعت، نېکو اخلاقو او په نبوي سنتونو ځانونو برابرولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

همدارنګه ښاغلي وزیر صاحب د پوهنتون د تکمیل شویو پروژو له فعالیتونو او کارونو څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS