د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د دیني -اصلاحي درسونو لړۍ په نورمال ډول جریان لري!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۹:۳۶
4555

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو دیني - اصلاحي درسونو لړۍ چې د لوړو زده کړو وزارت، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ، د دغه پوهنتون د دعوت او ارشاد څانګې په همغږۍ سره پیل شوي دي په نورمال ډول جریان لري.

دوشنبې ورځ د 10/7/1402ه.ش چې له 17/3/1445ه.ق نېټې سره سمون لري د یادو درسونو په جریان کې د (اسلامي تمدن) تر سرلیک لاندې موضوع د شیخ الحدیث مولوی شاکرالله"وحدت" له لوري د نوموړي پوهنتون محصلینو ته تدریس شوه.

ښاغلي "وحدت" د تدریس په جریان کې محصلینو ته د اسلامي قیادت، د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو حاکمیتونو، د اسلامي تاریخ ویاړونو، د اسلام پرمختګ د قومي، ژبني، سمتي تعصباتو په له منځه وړلو او دیني او عصری علومو ته په توجه کولو اړوند ارزښمندې خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د تدریس په پای کې ښاغلي شیخ الحدیث مولوي شاکرالله "وحدت" د محصلینو سوالونو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS