د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د رهبرۍ لخوا د پوهنتون کارکوونکو ته د اختر مبارکۍ غونډه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۹:۵۸
56677

دوشنبه ورځ د ۴/۲/۱۴۰۲ هـــــ.ش. نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د مالي او اداري چارو معاون ښاغلي حاجي عبدالرحیم “زبیر” د علمي چارو معاون ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان “رشيدي” د پوهنتون ټولو کارکوونکو ته د اختر مبارکي ورکړه.

په یاده غونډه کې د پوهنځیو رئیسانو، استادنو، اداري کارمندانو او کارکوونکو ته د اختر مبارکۍ په پار د پوهنتون په تالار کې غونډه تر سره شوه.

لمړی ښاغلي حاجي عبدالرحیم “زبیر” د اختر مبارکۍ تر څنګ په خپله وینا کې وویل: د الله ﷻ له دربار څخه ډېر منندوی یو چې اختر مو د مینې ورورولۍ په آرامه فضا او کاملاٌ امن او سوکالۍ کې تېر شو، همدارنګه یې زیاته کړه چې لله الحمد په افغانستان کې هېڅ ډول امنیتي ستونزې او مشکېلات نشته ټول وګړي کولای شي د هېواد په ګوډ ګوډ کې د اختر ورځې په خوشحالۍ سره تېري کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ څخه لیدنه وکړه!

چهارشنبې ورځ د ٣٠/٧/١٤٠٤ هـ.ش چې له ٢٩/٤/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولینزو علومو پوهنځي د تاریخ څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې کابل ولایت بابر بڼ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۳:۲۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو تطبیق ارزښت او د ابتکار او نوښتونو منځته راوړلو" عنوان لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ دایر شو!

 سې شنبې ورځ د ٢٨/٤/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٢٩/٧/١٤٠٤ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة رض په عمومي تالار کې د اختصاصي علومو پوهنځي محصلینو ته " د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي غونډه ترسره شوه!

دوشنبې ورځ د ٢٨/٧/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٧/٤/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره. . .

BACK TO NEWS