د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځني اصلاحي-علمي سیمینار دویمه ورځ پای ته ورسېده!

hamid
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۲۳
dg35

یکشنبې ورځ د ٢٤/٨/١٤٤٦ ه.ق چې له ٥/١٢/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځني اصلاحي-علمي سیمینار دویمه ورځ پای ته ورسېده.

یاد درې ورځنۍ سیمینار چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة د غونډو په عمومي تالار کې پیل شوی دی د سیمینار دویمه ورځ د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، کابل علماوو شورا معاون، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو، استادانو او کارمندانو په ګډوون پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" د پیل وینا وکړه، راغلو مېلمنو او د پوهنتون استادانو او کارمندانو ته یې ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ، د سیمینار ګډوونکونکو ته د دویمې ورځ موضوعاتو اړوند هراړخیز معلومات ورکړل.

ورسته، د کابل علماوو شورا معاون ښاغلي شیخ احمدظاهر"عاطف" صاحب په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه، چې له استادانو او کارمندانو سره سیمینار کې ګډوون کوي، همدارنګه یې په اسلامي نظام کې د امیر شتونوالي او هغه سره د بعیت کولو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: په اسلامي نظام کې د امیر شتون حتمي او ټول رعیت باید د اسلامي نظام له امیر سره بعیت وکړي، اسلامي نظام کې د قران کریم او احادیثو مطابق د ټولو حکمونو منل په هر مسلمان واجب دي او د امیر اطاعت کول لازمي دی، همدارنګه یې د امیر او رعیت حقوقو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ شاکرالله"وحدت" په خپلو کې د نیت او عمل، زهد او تقوا، عباداتو، عباداتو ډولونو، توبې مراتبو او د اسلام په مبارک دین کې د آسانتیاوو اړوند ارزښتناکې خبرې وکړې.

سیمینار دویمه ورځ غونده د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS