د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په علمي شورا کې ګډون وکړ!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۰:۱۷
144455

دوشنبې ورځ د 18/10/1402 هـــ.ش چې 6/1445/ 25 هـ.ق نېټې سره سمون لري د علمي شورا غونډه د سهار (10) بجې د ښاغلي الحاج مولوي شیخ نداء محمد “ندیم” او ورسره پلاوي، د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځيو رئیسانو، استادانو او دیپارټمنټونو آمرینو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا “هاشمي” د پوهنتون د رهبرۍ په استازیتوب د لوړو زده کړو وزارت وزیر صاحب، ورسره پلاوي او د علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په خپله وینا کې د پوهنتون د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل، زیاته یې کړه: استادان او د پوهنتون اداري کارمندان په پوره ریښتینوالي، ټینګې ارادې او ایماندارۍ سره خپل مسئوولیتونه او دندې په منظم ډول ترسره کوي.

همدارنګه، ښاغلي “هاشمي” د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ څخه استادانو د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو کې د فیسونو رایګان کولو په پار مننه وکړه او پوهنتون کې د مطبعې، تدریسي او اداري بلاکونو، لیلیې، مجهز کتابتون، لابراتوارونو جوړولو او پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو ایجادولو په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه او یاد پوهنتون ته د بودیجې په ځانګړي کولو کې اړینې سپارښتنې وکړې.

وروسته، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي شیخ نداء محمد “ندیم” د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو او کارکوونکو څخه د مننې او قدردانۍ تر څنګ په خپله وینا کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي له لوري د شریکو شوو ستونزو د حل لپاره د پوره همکارۍ او شته ستونزو د حل وعده وکړه.

ښاغلي وزیرصاحب زیاته کړه: چې نن ورځ الحمدالله د هېواد په کچه یو اسلامي حکومت حاکم شوی دی د هېواد ټول وګړي بې له کوم تعصب، سمت پالنې، مذهب، قومي او ژبنیز توپیر په یوه امن او د ورورولۍ فضا کې ژوند کوي او هڅې دې وشي تر څو هر وګړی چې د حکومت په هره برخه کې دنده ترسره کوي خپله دنده او مسئوولیتونه دې په پوره ریښتینوالي، ایماندارۍ او امانت دارۍ ترسره کړي او د پوهنځیو رئیسانو او دیپارټمنټونو آمرینو ته یې د استادانو د حقوقو څخه دفاع، د استادانو او محصلینو د ستونزو حل، په هېواد کې د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو اېجاد او استادانو ته د لازیاتو آسانتیاوو برابرولو په برخو کې وعده او کامل ډاډ ورکړ.

همدارنګه ښاغلي وزیر صاحب د پوهنتون د پروژو له فعالیتونو او کارونو له جریان څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS