د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس لپاره مقدماتي غونډه ترسره شوه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
9988

شنبې ورځ د ۲۳/۱۰/١٤٠٢ه.ش. چې له ۱/۷/١٤٤٥ه.ق. نېټې سره سمون لري د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس لپاره غونډه د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین، تحقیق، تألیف او ترجمې رئیس او مل پلاوي، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، مرستیالانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د غونډې ګډونکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: الحمدالله په پوره ډول د کنفرانس دایرېدو ته مو آماده ګي نیولي، کمېټې مو ایجاد کړي چې ترڅنګ یې ټولو غړو ته مسؤولیتونه تقسیم شوي او په پوره اطمینان او ډاډ سره به کنفرانس دایر شي.

همدارنګه، ښاغلي پوهنیار طاووس "محمدي" د څېړنو او علمي مجلې مرستیال د رهبرۍ بورډ فعالیتونو، مقالو او (علمي، اجرائیوي، کلتوري، مالي، تدارکاتي او څارنې) کمېټو اړوند د غونډې ګډونکوونکو ته پوره معلومات ورکړل.

د غونډې په بهیر کې د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین ښاغلي قدرمن دوکتور لطف الله "خیراخوا" او د تألیف، تحقیق او ترجمې رئیس ښاغلي دوکتور حمیدالله "مزمل" د کنفرانس اړوند خپل نظرونه او وړاندیزونه د غونډې ګډوونکونکو سره شریک کړل.

په آخر کې غونډه د خیر دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS