د "افغانستان طبي شورا د فعالیت جواز" د کانکور ازموینه د کابل ښوونې او روزنې په پوهنتون کې واخیستل شوه!

yasin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۹:۴
544

د "افغانستان طبي شورا د فعالیت جواز" د کانکور ازموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو، استادانو او د ازموینو ملي ادارې راغلي پلاوي په حضور کې پیل شوه.

جمعې ورځ د 5/9/1445ه.ق چې له 25/12/1402ه.ش نېټې سره سمون لري د "افغانستان طبي شورا د فعالیت جواز " د کانکور ازموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، د ازموینو ملي اداراې راغلي پلاوي او د کانکور ګډونکوونکو په حضور کې سوالانه له ټاکل شوو صندوقونو خلاص شول او په شفافه توګه د آزموینې لړۍ پیل شوه.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د ازموینې له بهیر څخه نظارت وکړ او ټولو استادانو ته یې د ازموینې اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې او د ازموینې ملي ادارې پلاوي ته یې په ازموینه کې د پوره رونټیا او امانت دارۍ ډاډ ورکړ.

د یادولو وړ ده چې په ننۍ ازموینه کې (2064) داکټرصاحبانو ګډون درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS