کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له اداراک پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه!

hamid2
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۵
لاطیللاطیبلببلب

 

دوشنبه- ۳،۳،۱۴۴۸ ه.ق

د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او ادارک پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، د ګډو څېړنیزو فعالیتونو ترسره کولو، سمینارونو، ورکشاپونو او کنفرانسونو دایرولو، محصلینو ته د زدکړیزو برنامو جوړولو، منابعو تبادلې او د علمي کادرونو او اداري کارمندانو ظرفیت لوړولو په برخو کې د ګډ کار هوکړه لیک لاسلیک شو.

 

یاد هوکړه لیک په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د یاد پوهنتون د رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي او د ادراک پوهنتون مسؤلینو په حضور کې لاسلیک شو.

 

د دې هوکړه د لاسلیک پر مهال د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مسؤلینو د هوکړه لیک اړوند مادو د عملي تطبیق په برخه ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې داسې هوکړې د علمي مرکزونو د تقویت او له یو بله د الهام اخیستنې باعث کېږي.

 

 اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS