مولوي عبدالحکیم حمدي؛ معیاري نصاب د تحصیلي بنسټونو د ملا تیر جوړوي! 

hamid2
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۳
FDASFVDS

یکشنبه- ١٤٤٧،١١،٩ هـ.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند، استادانو د مسلکي پراختیا امریت له لوري استادانو ته “ د تحصیلي نصاب پراختیا او بیا کتنې" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو، چې پکې د نصاب جوړولو تګلارې، مفرداتو جوړولو، مضامینو کودګذاري او د نصاب جوړولو کې له مخففاتو څخه ګټې اخیستنې اړوند بحث وشو.

د ورکشاپ د پیل پر مهال د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي په خپلو خبرو کې وویل: معیاري نصاب د هر تحصیلي بنسټونو د ملا تیر جوړوي، که موږ غواړو چې مسلکي فارغان ولرو، نو اړینه ده چې خپل نصابونه د وخت غوښتنو او نړیوالو معیارونو سره سم منظم او جوړ کړو. دغه ډول ورکشاپونه موږ سره مرسته کوي ترڅو خپلې نیمګړتیاوې وپېژنو او د اصلاح لپاره عملي ګامونه واخلو.

یاد ورکشاپ د پوهاند عبدالواسع عظیمي له لوري وړاندې شو، چې پکې په یادو شویو موضوعاتو هراړخیز بحث وشو. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS