د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د مبارکۍ پیغام!

yasin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۱۰:۲۲
44

بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ

(تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَمِنْكُمْ صَالِحَ الْأَعْمَالِ)

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلی شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د 1445ه.ق/1445ه.ش کال د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان غیور او مجاهد ولس، په ځانګړې توګه د شهیدانو قدرمنو کورنیو، کونډو، یتیمانو، سرسپارلو غازیانو، محصلینو او هغه علمي او مسلکي کادرونو ته چې د هېواد د سوکالۍ او آبادۍ په موخه د علمي او مسلکي کادرونو روزنه کوي، د آزادۍ، امن او اخوت په سپېڅلې فضاء کې د زړه له کومي د کوچني اختر مبارکي وایي.

الله تعالی ﷻ مو لمانځونه، صدقات، طاعات، عبادات او ټول نېک اعمال په خپل عالي دربار کې قبول کړي.

د یو آباد، پرمختللي او متعهد افغانستان په هیله!

په درنښت

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس

شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي"

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۰:۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې، بامیان او فاریاب پوهنتونو د علمي کادري بستونو مسلکي(تحریري) ازموینه واخېستل شوه!

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، بامیان او فاریاب پوهنتونو د علمي کادري بستونو د مسلکي(تحریري) ازموینې اخیستلو بهیر د یکشنبې ورځ ١١/١١/١٤٤٥ هــ.ق. چې له ٣٠/٢/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري. . .
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۷:۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې، فاریاب او بامیان پوهنتونونو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالو (انگلیسي او عربي) ژبو ازموینه واخیستل شوه!

کابل ښوونې او روزنې، فاریاب او د بامیان پوهنتونونو د کادري بستونو د نړیوالو(انګلیسي او عربي) ژبو ازموینه د شنبې ورځ د 29/2/1403 ه.ش چې د 29/11/1445ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او. . .
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۷:۲
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو د افغانستان نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه!

 
پنجشنبې ورځ د 27/2/1403 هـ.ش چې له 7/11/1445 هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو په کابل ولایت کې د افغانستان نړیوال جور شوي نندارتون څخه لیدنه وکړه.
په. . .

BACK TO NEWS