د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پېژند غونډه!

keu_admin
Thu, Oct 31 2024 4:06 PM
122323

دوشنبې ورځ د ٢٦/٤/١٤٤٦ ه.ق چې له ٨/٨/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته د ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" د پېژندنې په مناسبت، چې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس او راغلي پلاوي، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، مرستیالانو او اداري کارمندانو ګډون درلود غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړۍ، د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مو/لوي سلطان محمد محسن وویل: ښاغلی مولوي رحمان ګل "وثیق" د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء محترم مقام د حکم په اساس د مرستیال په توګه د ټاکل شوی، زیاته یې کړه: ښاغلی "وثیق" د دیني او علمي استعداد خاوند دی د الله تعالی له درباره ورته په چارو کې کامیابي غوارو او هیله لرو چې د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې هېڅ ډول کوښښونه ونه سپموي.

وروسته د پوهنتون رئیس ښاغلي شی/خ ال/حدیث سید بشیرآغا “هاشمي” په خپلو خبرو کې وویل: د محصلانو چارو له مخکیني مرستیال ښاغلي "عزیزي څخه منندویي کوو چې خپله دنده یې مونږ سره په صداقت او ایمان دارۍ پرمخ وړله دا چې په "ا.ا. کې تغییر او تبدیل یو اصل دی، نو باید د مشرانو فیصلو ته درناوی وکړو او ښاغلي "وثیق" ته یې د مبارکۍ ترڅنګ، له نوموړي څخه وغوښتل چې د خپلو تجربو او فکرونو په مرسته د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې له مونږ سره همکار اوسي.

په پای کې ښاغلي مو/لوي رحمان ګل "وثیق" د ا.ا.ا او لوړو زده‌کړو وزارت مقام له باور څخه په مننې سره وویل: د ا.ا.ا او لوړو زده کړو وزارت مقام ته ډاډ ورکوم چې هېڅ ډول هڅې به ونه‌ سپموم او کوم مسؤولیت چې راته سپارل شوی په ښه توګه به یې ادا کړم.

په آخر کې غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS