کابل ښوونې او روزنې، پروان، کندز او بامیان پوهنتونونو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې انگلیسي ژبې ازموینه واخیستل شوه!

keu_admin
Tue, Oct 08 2024 11:58 AM
123

 کابل ښوونې او روزنې، پروان، کندز او بامیان پوهنتونونو د کادري بستونو د نړیوالې(انګلیسي ژبې ازموینه د سې شنبې ورځ د ١٧/٧/١٤٠٣ ه.ش چې د ٤/٤/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ای-سي-ستي)مرکز  کې واخیستل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیراغا"هاشمي" ټولو نوماندانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، نوماندانو ته د علم ارزښت اړوند هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: تاسو د هېواد او ټولنې مهم غړی یاستئ، الله تعالی مو بریالي لره ترڅو د خپل علم له لارې خپل هېواد ته خدمت وکړئ، همدارنګه یې د ازموینې اړوند استادانو او څارنې کمېټې ته اړیني سپارېښتنې وکړې او ټولو ګډونوالو ته یې د ازموینې په بهیر کې د پوره روڼتیا او امانتداری ډاډ ورکړ.

وروسته، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" په ازموینه کې د شفافیت او د ازموینې پروسیجر اړوند ټولو ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.

په پای کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمد منصور “واحدي” د آنلاین ازموینې سیسټم اړوند ګډوونکوونکو سره اړین معلومات شریک کړل

د یادونې وړ ده چې د نړیوالې انګليسی ژبې ازموینې کې د کامیابو نوماندانو تحقیقي (تحریري) ازموینه چهارشنبې ورځ ١٨/٧/١٤٠٣ ه.ش چې له ٥/٤/١٤٤٦ ه.ق. نېټې سره سمون لري په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې اخیستل کیږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS