کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته دیني-اصلاحي سیمینار وړاندې شو!

yasin
Thu, Mar 21 2024 10:38 AM
45

شنبې ورځ د 6/9/1445 هــ.ق چې له 26/12/1402هــ.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت لخوا د محصلانو خدماتو چارو آمریت په همغږۍ، محصلینو ته د "روژې مبارکې میاشتې فضیلتونو" تر سرلیک لاندې دیني- اصلاحي سیمینار وړاندې کړ.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، د پوهنتون رئیس، مالي او اداري چارو معاون، اسلامي علومو پوهنځي رئیس، اداري آمرینو او محصلینو ګډون درلود.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له مسؤولینو څخه چې یاد سیمینار ته یې زمینه برابره کړې، منندویې وکړه او د روژې په مبارکې میاشتې کې د عباداتو، نېکو اخلاقو، پرهېزګارۍ او ښه سلوک او رفتار کولو اړوند ګډوونکونکو ته اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ شاکرالله "وحدت" د روژې مبارکې میاشتې فضیلتونو اړوند اړین معلومات له محصلینو سره شریک کړل.

همدارنګه، د اسلامي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي شیخ عبدالاحد جواد "غزنوي" د قرانکریم او روژې مبارکې میاشتې د تناسب او یووالي اړوند هر اړخیزي خبرې وکړې.

یاد سیمینار د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS