د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پېژند غونډه!

keu_admin
Tue, Jan 30 2024 10:03 AM
111

شنبې ورځ د 15/7/1445 ه.ق چې له 7/11/1402 ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته د ښاغلي قاضي عبدالعزیز "عزیزي" د پېژندنې په مناسبت، چې د لوړو زده کړو وزارت د دفتر رئیس، بشري سرچینو رئیس او راغلي پلاوي، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو او علمي چارو مرستیالانو، اسلامي علومو پوهنځی رئیس او کارمندانو ګډون درلود غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لمړی، د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي سلطان محمد محسن په خپلو خبرو کې وویل: ښاغلي قاضي عبدالعزیز "عزیزي" د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء محترم مقام د حکم په اساس د مرستیال په توګه ټاکل شوی، زیاته یې کړه: ښاغلی "عزیزي" د دیني او علمي استعداد خاوند دی د الله تعالی له درباره ورته په چارو کې کامیابي غواړو او هیله لرو چې د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې هېڅ ډول کوښښونه ونه سپموي.

وروسته، د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي حضرت ولي “زبیر” د مبارکۍ ترڅنګ له نوي ټاکل شوي مرستیال څخه وغوښتل چې د خپلو تجربو او فکرونو په مرسته د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې له مونږ سره همکار اوسي.

په پای کې ښاغلي قاضي عبدالعزیز "عزیزي" د ا.ا.ا او لوړو زده‌کړو وزارت مقام له باور څخه په مننې سره وویل: د ا.ا.ا او لوړو زده کړو وزارت مقام ته ډاډ ورکوم چې هېڅ ډول هڅې به ونه‌ سپموم او کوم مسؤولیت چې راته سپارل شوی په ښه توګه به یې ادا کړم.

په آخر کې غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS